AP ۱۴۰۳ سلواغه ۵ ۱۱:۴۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85728744
T T
۰ Persons

Tags

په وچه کې راګیر افغانستان د چابهار بندر له لارې نړۍ ته مالونه صادروي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ترانزیت چارو رییس وویل: زموږ هېواد په وچه کې راګیر شوي او موږ خپل مالونه د چابهار بندر له لارې نړۍ ته صادروو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ترانزیت چارو رییس محمدالله بختیار د چهارشنبې په ورځ د سلواغه د میاشتې په ٣مه نیټه د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد تفاهم لیک د عملي کېدو او د هېواد د پرمختګ لپاره د چابهار اهمیت ته په اشارې سره وویل: افغانستان چې په وچه کې راګیر دی، د چابهار بندر له لارې نړۍ ته خپل مالونه صادروي.

هغه زیاته کړه: موږ د دواړو هېوادونو له خصوصي او دولتي سکتور څخه غواړو چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لازمه پانګونه وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ پلاوی د دواړو هیوادونو ترمینځ د لاسلیک شویو تفاهم لیکونو د عملي کولو په موخه تیره اونۍ ایران ته لاړ.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .